Go to content
 

Pashto/دژبې نوم

دژبې نوم pdf pdf
English translation
غږ audio

ليگل ايد تاسې سره څنگه مرسته كولى شي

مونږ كولى شو چى جنائي موضوع گانو، كورنى بيلتون، د  ماشومانو مرستى، د عصبى روغتيا، د كورنۍ شخړو، پور، استوگنځيو، سوشيل سيكيورتى او  مهاجرت پورى اړونده ستونزو كې مرسته درسره وكړو·

زمونږ به وړيا خدماتو كې دغه شيان گډون لري: 

  • د تلفون د لارى معلومات 
  • د كتنو د وعدې له لارى مخامخ وړيا مشوره 
  • نشرات، سيمينارونه او وركشاپونه

كه تاسې د قانونى مشوري نه زياتى مرستې ته اړتيا لرى، كولى  شى د ليگل ايد د وندې غوښتنه وكړى· د دغې ونډې تر لاسه كول ستاسې په وضعيت او حالت  پورې اړه لري·

د LawAccess NSW د قانونى مرستې د معلوماتو تلفون ته په 1300 888 529 گڼه زنگ ووهى چې پوه شى چې مونږ څنگه  مرسته درسره كولى شو·

كه داسى څوك غواړى چې ستاسې په ژبه خبرې وكړي، د ترجمانۍ او  ژباړنې خدماتو ته (د سهار د ٩ بجو او د مازديگر تر ٥ بجو تر ميځ) په 131 450 نمبر تلفون زنگ ووهى او د ترجمان غوښتنه وكړى چې د LawAccess NSW سره مو د 1300 888 529 گڼې تلفون د لارى په تماس كړي·