قانوني مشوره

Legal Advice - Pashto (پښتو)

کله چې یو وکیل تاسې سره یوې ځانګړې قانوني ستونزې اړوند مرسته کوي، موږ دا قانوني مشوره بولو. قانوني مشوره له قانوني معلوماتو سره کوم چې ډېر عمومي او اکثره هغه کس له لوري چې د قانون په اړه پوهېږي خو وکیل نه دی وړاندې کېږي، توپیر لري.

د NSW قانوني مرسته هر هغه چا ته چې په NSW کې قانوني ستونزه ولري زموږ قانوني معلوماتو او راجع کولو چوپړتیا، LawAccess NSW له لارې قانوني معلومات وړاندې کوي.

موږ وړ کسانو ته د تیلیفون له لارې او په ټوله NSW کې ډېرو موقعیتونو کې وړیا قانوني مشوره وړاندې کوو.

د خپلې مشاورې په غونډه کې باید د څه تمه ولرئ

زموږ د قانوني مشاورې غونډې وړیا او عموماً 20 دقېقې وخت نیسي. یو وکیل به تاسې ته غوږ ونیسي چې خپله ستونزه شریکه کړئ، ځینې تعقیبي پوښتنې وکړي، او په دې اړه چې له دې وروسته څه وکړئ پرېکړې کې مرسته وکړي.

که کوم وکیل ونه لرئ کېدای شي ځینو لنډو اسناد وړاندې کولو په برخه کې مو مرسته وکړي. هغوی نشي کولی له تاسې سره اوږدو پېچلو قانوني اسنادو کې مرسته وکړي.

وکیل به همداراز تاسې ته ووایي چې ایا کولی شي ستاسې قضیې کې مرستې ته ادامه ورکړي. که کولی شي، کارکوونکي به تاسې سره قانوني مرستې لپاره غوښتنلیک ډکولو کې مرسته وکړي.

که ستاسې د مشاورې له غونډې څخه وروسته نشو کولی ستاسې سره نوره مرسته وکړو، کېدای شي په دې اړه چې له کوم ځایه نور معلومات ترلاسه کولی شئ معلومات درکړو.

موږ د څه په اړه مشوره ورکوو

زموږ وکیلان تاسې سره په هغو جنايي قضیو کې چې پولیس، کورنۍ قضیې چې ماشومان او د اړیکو پرېکون په کې ښکېل دي، یا مدني ستونزې چېرې چې تاسې بنسټیزو اړتیاوو سره لکه کور، د عاید ملاتړ یا روغتیايي او د معلولیت ملاتړونو ته لاسرسی په کې شامل دي ښکېل وي.

څوک قانوني مرسته ترلاسه کولای شي

موږ د هر چا لپاره قانوني مرسته نه وړاندې کوو. زموږ موخه په NSW کې هغو خلکو ته چې ناوړه شرایط تجربه کوي، او لاسرسي لپاره یې محدودې سرچینې لري قانوني چوپړتیاوې وړاندې کول دي.

څنګه د مشاورې غونډه بک کړو

دا چې ایا موږ کولای شو تاسو ته وړیا قانوني مشوره درکولای شو او کنه یا یو ملاقات تعیین کړو، پر دې د پوهېدو تر ټولو غوره لاره دا ده چې په LawAccess NSW کې زموږ له ټیم سره خبرې وکړئ.

تاسې له هغوې سره د 1300 888 529 شمېرې له لارې یا زموږ پرلیکه انټرنټي خبرې اترې چوپړتیا په کارولو سره اړیکه نیولی شئ. هغوی د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 5 بجو پورې، له دوشنبې تر جمعې پورې (له عامه روخصتیو پرته) پرانیستی وي.