محکمې کې مرسته

Help at court - Pashto (پښتو)

محکمې کې د مرستې ترلاسه کولو ډېرې لارې دي. NSW قانوني مرسته ټوله NSW کې ټولو سیمه‌ییزو محکمو او ډېرو نورو محکمو او د محکمو دیوانونو ته ګومارل شوي وکیلان استوي. ګومارل شوي وکیلان هغو خلکو سره چې په هغه ورځ قضیه ولري چې محکمه خپله وکیل ونه لري مرسته کوي.

ګومارل شوي وکیلان یا NSW قانوني مرستې لپاره کار کوي یا شخصي وکیلان دي چې ستاسې سره د مرستې لپاره د NSW قانوني مرستې له لوري پیسې ورکول کېږي. د دې کتلو لپاره چې ایا هغوی موجود دي زموږ NSW محکمو او د محکمو دیوانونو کې د مرستې وېب پاڼه وګورئ.

غوره ده چې محکمې ته له تګ څخه وړاندې مرسته ترلاسه کړئ. په LawAccess NSW کې زموږ ټیم سره په 1300 888 529 اړیکه ونیسئ یا وېب چټ کې هغوی سره خبرو اترو لپاره زموږ سره د خبرې اترې تڼۍ کېکاږئ.

ګومارل شوي وکیلان

بینک ټاون، بلک ټاون، پېنرېت، ماونټ ډروېټ او سدرلیند سیمه‌ییزو محکمو کې مرسته

ایا په لاندې محکمو کې جنايي قضیه لرئ:

  • بینک ټاون سیمه‌ییزه محکمه
  • بلک ټاون سیمه‌ییزه محکمه
  • ماونټ ډروېټ سیمه‌ییزه محکمه
  • پېنرېت سیمه‌ییزه محکمه 
  • سدرلینډ سیمه‌ییزه محکمه

ګومارل شویو وکیلانو څخه د مرستې غوښتنه اسانه ده – یوازې پرلیکه فورمه ډکه کړئ. فورمه چټکه، اسانۍ سره د کارولو وړ ده او هرکله چې وغواړئ سپارل کېدلی شي. یو ځل چې وسپارل شوه، د NSW قانوني مرستې کارکوونکی غړی به بېرته تاسې سره اړیکه ونیسي.

که خپل H شمېره نه پېژنئ، کله چې څرګند شي H0000 ولیکئ. فورمه یوازې پورته ذکر شویو محکمو لپاره د کارونې وړ ده.

هر هغه څوک چې په هغه ورځ چې قضیه يې محکمه کې وي محدودې مرستې لپاره ګومارل شوي وکیل سره اړیکه ونیسي.

که ستاسې قضیه ډېره پېچلې وي، ګومارل شوی وکیل ستاسې لپاره د ځنډېدو غوښتنې کې مرسته کولی شي. دا به راتلونکې نېټې پورې ستاسې قضیه وځنډوي تر څو وکولی شئ قانوني مشوره یا استازی ترلاسه کړئ. نور معلومات زموږ د قانوني مشاورې وېب پاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.

دا چې ګومارل شوی وکیل ستاسې لپاره څه کولی شي محدودیت لري. یو ګومارل شوی وکیل کولی شي:

  • تاسې قضیې په اړه مشوره درکړي
  • دا چې کېدای شي محکمه کې څه پېښ شي تشریح کړي
  • راتلونکې نېټې ته ستاسې د قضیې ځنډولو لپاره د ځنډېدو غوښتنې کې ستاسې مرسته ترڅو د قانوني مشورې لپاره وخت ولرئ
  • ستاسې په استازیتوب محکمه/دمحکمې دیوان یا نورو اړخونو سره خبرې وکړي
  • تاسې سره ستاسې د محکمې اسنادو یا بېړنیو غوښتنلیکونو کې مرسته وکړي، یا
  • ستاسې په استازیتوب محکمې کې خبرې وکړي.

د کورنۍ قانون قضیو کې، ګومارل شوي وکیلان تاسې سره د کورنۍ قانون بېړنیو ستونزو - لکه که چېرې ستاسې پخواني د ژوند ملګري/ملګرې ستاسې ماشوم نه وي ستون کړی یا هغوی بهر ته د وړلو ګواښ کوي کې ستاسې مرسته کولی شي.

په جنايي مسأله کې که چېرې تاسې ادعا کړی وي چې مجرم نه یاست او ستاسې قضیه په هماغه ورځ اورېدنې لپاره ټاکل شوې وي ستاسې استازیتوب نشي کولی.

اورېدنه هغه مهال وي چې شاهدان محکمې ته راشي او په دې اړه چې څه پېښ شوي دي خبرې وکړي او قضا یا قاضي د دواړو وکیلانو استدلال واوري. 

که مرستې ته اړتیا لرئ یا غواړئ چې اورېدنې کې کوم کس تاسې په استازیتوب خبرې وکړي، باید NSW قانوني مرستې وکیل یا هغه وکیل سره چې د اورېدنې له نېټې وړاندې يي قانوني مرستې کار ترسره کوي خبرې وکړئ. په دې اړه نور معلومات زموږ د قانوني مشورې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.

موږ د NSW په ټولو محکمو کې، د کورنۍ قانون ټولو محکمو کې کله چې محکمه هلته کېني او ټولو د NSW محکمو او د محکمو په دېوانونو کې ګومارل شوي وکیلان لرو.

د دې کتلو لپاره چې ایا هغوی موجود دي زموږ د NSW محکمو او د محکمو دیوانونو کې د مرستې وېب پاڼه وګورئ.

ګومارل شوي وکیل سره کتل او د ورځې مرسته ترلاسه کول وړیا دی.

که مرستې ترلاسه کولو ته ادامه ورکړئ باید د قانوني مرستې وړ و اوسئ او باید د خپلې قضیې لګښت په وړاندې یوه ځانګړې اندازه بسپنه تادیه کړئ.

دا چې تاسو باید څومره پیسې تادیه کړئ، په دې پورې اړه لري چې تاسو څومره عاید لرئ او څه لرئ.

د جنايي قانون په مسایلو کې که چېرې ګومارل شوی وکیل یوازې تاسې ته مشوره درکوي، یا که دا ستاسې لومړۍ وړاندې کېدنه ده او تاسې توقیف کې یاست اړینه نه ده چې د قانوني مرستې وړ واوسئ. که ګومارل شوی وکیل محکمې کې ستاسې استازیتوب کوي عموماً اړینه ده چې د قانوني مرستې وړ واوسئ.

د کورنۍ قانون مسایلو کې اړینه نه ده چې محکمې ګومارل شوی وکیل یا ټولنیز ملاتړ چوپړتیاوو څخه مرستې ترلاسه کولو لپاره د قانوني مرستې وړ و اوسئ.

ځینې وختونه پر قانوني لغتونو باندې پوهېدل ستونزمن وي. که انګلیسي ستاسې لومړۍ ژبه نه وي یا غوره ګڼئ په اسلان اړیکه ونیسئ، کېدای شي وغواړئ محکمې کې یو ژباړونکی ولرئ.

اکثره قضیو کې د ژباړونکي لګښت محکمه ورکوي، او تاسې باید د ترتیبولو لپاره له ځنډ پرته اړیکه ونیسئ.

که محکمه پرېکړه وکړي چې ژباړونکي ته اړتیا ده، کېدای شي راتلونکې نېټې ته د قضیې ځنډول اړین وي.

که موږ سره اړیکې کې مرستې لپاره ژباړونکي یا د اړیکې نورو لارو ته اړتیا لرئ، لطفاً زموږ سره د اړیکې انتخابونه زموږ په وېب پاڼې کې وګورئ.

محکمې ته د راتګ پر مهال تاسې باید:

  • خپلې قضیې اړوند ټول کاري کاغذونه را ټول او راوړئ – جنايي قضیو کې په دې کې د پولیسو حقایق پاڼې او د شخصیت حوالې، او کورنۍ قانون مسایلو کې په دې کې د حکمونو کاپي او د محکمې نور اسناد، مدني قضیو کې په دې کې ستاسې قضیې اړوند هر لیک یا د جریمې خبرتیاوې شاملې دي
  • له خپلې قضیې څخه یو ساعت وړاندې محکمې یا د محکمې دیوان ته حاضر شئ – کېدای شي د ګومارل شوي وکیل د کتلو لپاره انتظار ته اړ شئ
  • ډاده شئ چې ټوله ورځ وزګار یاست – ځینې محکمې ټولې قضیې په یو وخت لېست کوي نو کېدای شي له دې وړاندې چې محکمه ستاسې قضیه واوري څو ساعته انتظار ته اړ شئ، باید له محکمې سره يي تعقیب کړئ
  • که ژباړونکي یا نورې مرستې ته اړتیا لرئ محکمې ته خبر ورکړئ، او
  • که غواړئ د ملاتړ لپاره یو ملګری یا د کورنۍ غړی له ځانه سره راوړئ.

که محکمې کې خپل خوندیتوب اړوند اندېښنې لرئ د خپلو اندېښنو شریکولو لپاره د خپلې محکمې له نېټې وړاندې محکمې سره اړیکه ونیسئ، د محکمې ودانۍ ته دننه کېدو پر مهال امنیتي مسؤلینو سره خبرې وکړئ یا د محکمې ودانۍ ته له ننوتو وړاندې له موږ سره اړیکه ونیسئ یا زموږ پر وېب پاڼې د اړیکې جزئیات وکاروئ.

ګومارل شوی وکیل کېدای شي په هماغه ورځ چې تاسې محکمې ته وړاندې کېږئ ستاسې قضیه پایلې ته و نه شي رسولای. که ستاسې قضیه ډېره پېچلې وي، ګومارل شوی وکیل کېدای شي ستاسو لپاره د ځنډ په غوښتلو کې مرسته وکړي (ستاسې د قضیې لپاره راتلونکې نېټه وټاکي) ترڅو تاسې د قانوني مشاورې یا استازیتوب ترلاسه کولو فرصت ولرئ.

که اضافي قانوني مرستې ته اړتیا لرئ، د NSW قانوني مرسته کولی شي ستاسې مرستې ته ادامه ورکړي یا ستاسې قضیې پرمخ وړلو لپاره د قانوني مرستې تطبیق لپاره د وکیل غوښتنه وکړي. نور معلومات زموږ د قانوني مرستې غوښتنې په وېب پاڼه کې موندلی شئ. موږ همداراز تاسې نورو هغو چوپړتیاو ته چې مرسته کولی شي راجع کولی شو.

بومي خلکو یا ټورېس سټرېټ ټاپو اوسېدونکي کولی شي محکمې کې د NSW قانوني مرستې ګومارل شوي وکیلانو یا بومي قانوني چوپړتیاوو (NSW/ACT) له وکیل څخه مرسته ترلاسه کړي.

که له 18 کالو ټیټ عمر لرئ او محکمې کې مرستې ته اړتیا لرئ، 1800 10 18 10 شمېره د ځوانانو له کرښې سره اړیکه ونیسئ.

دغه کرښه د رخصتۍ په ورځو کې د سهار له 9 بجو تر نیمې شپې پورې او د جمعې په ورځ سهار له 9 بجو څخه د یکشنبې او عامه رخصتیو تر نیمې شپې پورې 24 ساعته فعال وي

د مېرمنو د کورنۍ شخړې د محکمې د وکالت چوپړتیاوې د NSW شاخوا اکثره سیمه‌ییزو محکمو کې هغو مېرمنو او ماشومانو سره چې کورنۍ شخړې تجربه کوي مرسته کوي.

د کورنۍ قانون محکمو کې دواړه نارینه او مېرمنو لپاره د کورنۍ وکالت او ملاتړ چوپړتیاوو څخه ملاتړ کوونکي کارکوونکي موجود دي ترڅو له کورني تاوتریخوالي څخه اغېزمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د ماشومانو د محکمې د مرستې پلان څخه ځوان کارکوونکي هغو ځوانانو سره چې د ماشومانو محکمه کې حاضرېږي مرسته کوي.